په اسیايي لوبو کې د افغانستان په استازیتوب هغو نجونو برخه اخیستې چې له افغانستان څخه بهر ژوند کوي.
په ورته وخت کې کیمیا یوسفي د افغانستان په استازیتوب د ۱۰۰ متره ځغاستې په لوبو کې نهم او وروستی ځای خپل کړی دی.
هغې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي، په دې سیالیو کې د مقام په نسبت هغې ته په یادو سیالیو کې د افغان نجونو استازیتوب مهم وو.
د کیمیا یوسفي په ګډون ۱۷ ښځینه ورزشکارانو د افغانستان په استازیتوب په اسیایي سیالیو کې ګډون کړی دی.
URL تعقيب: https://www.ansarpress.com/pashto/27373